دغه اکاډمې چې دکابل ښار څلورمې کارتې سیمه کې جوړه شوې مسوولین یې وایي، د دوي موخه افغانستان کې د ښځینه کرکټ پراختیا ده.
د دغې اکاډمې پرانستې مراسمو کې د افغانستان او نړۍ نوموتي لوبغاړي راشد خان ارمان هم ګډون کړی وو.
د ویلو ده، چې د ښځینه لوبډلو لرل د بشپړ درېځ لرونکو هیوادونو ته د کرکټ نړیوالې شورا له لورې یو مهم شرط ټاکل شوی دی.